چهارشنبه, 28 ليندی 1397 -
ایران ته د پوتین او اردوغان سفر پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

جمعه, 16 وږی

د دواړو هیوادونو د مشرانو د سفر هدف د سوريې د کړکیچ پر حل لاره خبرې بلل شوي.

د روسیې او ترکیې ولسمشران نن تهران ته ولاړل.

ولادیمیر پوتین او رجب طیب اردوغان نن د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره د سوریې د کړکیچ د حل په هدف بحث لپاره تهران ته ورسیدل.

دغو درې هیوادونو په درې اړخیزه ناسته کې په سوریه کې پر روانې لوبې ټینګار وکړ او وویل چې باید په سوریه کې د امریکا غیر قانوني حضور پای ومومي.

دغه لیدنه په داسې حال کې ترسره کیږي چې د بشار الاسد حکومت او متحدان یې روسیه او ایران د ادلیب ولایت د نیولو لپاره چمتوالی نیسي.

دا په داسې حال کې ده چې لویدیځ هیوادونو ددغو عملیاتو له پیلیدو څخه خبرداری ورکړی.

د یادو هیوادونو مخکینۍ ناستې د ۲۰۱۷ کال په نوامبر او د ۲۰۱۸ کال په اپریل میاشت کې په سوچي او انقره کې ترسره شوې وې.