چهارشنبه, 28 ليندی 1397 -
تهران په هواز کې د برید مسوولیت په عرب هیوادونو اچوي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبر خونه   

يكشنبه, 01 تله

روحاني وايي د امریکا او خلیج هیوادونو مقابلې ته چمتو دي

ایراني مشرانو ددغه هیواد اهواز ښار کې د تیرې ورځې د برید مسوولیت د امریکا به عرب متحدینو اچولی دی.

د ایران مذهبي مشر «ایت الله خامنه يي» او ولسمشر «حسن روحاني» ادعا کړې، چې د متحدو ایالتونه لاسپوڅي د ایران د ناامنه کولو هڅه کوي.

روحاني د ملګرو ملتونو عمومي اسمبله کې د ګډون لپاره نیویارک ته له روانیدو وړاندې ویلي، چې هیواد یې د امریکا او خلیج هیوادونو پر وړاندې مقابلې ته چمتو دی.

د ایران د شمال لویدیځ په اهواز ښار کې پر پوځي پریډ د شنبې ورځې په برید کې ۲۵ کسان وژل شوي او نږدې ۸۰ نور ټپیان شوي دي.